د کرکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام په درېیمې سیالۍ کې بنګلادېش افغانستان ته پر شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
سیالي د اکتوبر پر اوومه د پېښور پر وخت د سهار پر ۱۰ بجو پيل شوه. ټاس بنګلادېش وګټلو او توپ اچونه یې غوره کړه.
افغان لوري ته رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه پيل وکړ، د ابراهیم تر سوځېدو وروسته د ګربز او رحمت شاه ترمینځ هم ښه ملګرتیا روانه وه.
کله چې رحمت شاه وسوځېد تر هغې وروسته بل هېڅ توپوهونکي ونکړای شو چې له ګربز سره ملګرتیا جوړه کړي.
افغانستان په ۳۸ اورونو کې۱۵۶ منډې وکړې.
رحمن الله ګربز تر نورو ښه ولوبید او ۴۷ منډې یې وکړې. ابراهیم او عظمت الله بیا ۲۲، ۲۲ منډې وکړې.
د بنګلادېش لپاره د شکیب الحسن او مهدي حسن توپ اچونه تر نورو غوره وه، چې دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان توپ اچونکو هم ښه پیل وکړ، په پيل کې د بنګلادېش یو لوبغاړی رن اوټ شو او بل یې فضل حق وسوځاوه، خو تر هغې وروسته مهدي حسن او نجم الحسن شانټو ته د افغان ډګر ساتونکو له لوري د څو چانسونو تر ورکړې وروسته دواړو نیمه سلیزې ووهلې او بنګلادېش ته یې په روان نړیوال جام کې لومړۍ بریا ورکړه. نجم الحسن شانټو ۵۹ او مهدي حسن بیا ۵۷ منډې وکړې.
فضل حق، نوین الحق او عظمت الله یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.
مهدي حسن میراز د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
افغانستان به خپله دویمه د اکتوبر میاشتې په ۱۱مه د هند په پلازمېنې ډیلي کې ترسره کوي.