د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په هرات کې زلزلې ۱۴ کسان وژلي دي


په هرات کې د اکتوبر پر اوومه تر زلزلې وروسته خلک له خپلو کورنو وتلي او پر سړک ولاړ دي.
په هرات کې د اکتوبر پر اوومه تر زلزلې وروسته خلک له خپلو کورنو وتلي او پر سړک ولاړ دي.

د افغانستان په هرات کې د طالبانو يو سيمه ييز چارواکی وايي چې د اکتوبر په اوومه د راغلې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۴تنه وژل شوي دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس محمد طالب شاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې ٧٨ تنه ټپيان شوي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې اعلان کړی چې د زلزلې زور د رېښتر په کچه ۶.۲ درجې وو او د افغانستان لویدیځي سیمې یې لړزولې دي.

XS
SM
MD
LG