د لاسرسي ځای

تازه خبر

بونېر: په بمي چاودنه کې یو پولیس سرتېری وژل شوی، یو پوځي ژوبل دی


په دې ګاډي کې د اېلم غره ته وسله او مهمات لېږدول کېدل: انځور اکتوبر ۷، کال ۲۰۲۳ز
په دې ګاډي کې د اېلم غره ته وسله او مهمات لېږدول کېدل: انځور اکتوبر ۷، کال ۲۰۲۳ز

په بونېر کې د سړک په غاړه د ښځ شوي ماین په چاودنه کې د پولیسو یو سرتېری وژل شوی او د پوځ یو سرتېری بیا ژوبل دی.

د بونېر ضلعې د پیربابا ډي اېس پي روشن زاده د اکتوبر په اوومه مشال راډیو ته وویل، دا چاودنه په همدې ورځ سهار په ۱۱ بجو کې شوې ده. هغه وویل، دا ګاډی د اېلم پولیسو د تاڼې وو چې د سړک غاړې په بم ورختلی دی.

د نوموړي په وینا په دې ګاډي کې د اېلم غره ته وسله او مهمات لېږدول کېدل ځکه چې هلته د وسله والو په ضد د پولیسو او پوځ ګډ عملیات روان دي.

روشن زاده وايي، له دې چاودنې وروسته پوځ او پولیسو په سیمه کې د مشکوکو کسانو خلاف د لټون عملیات پیل کړي دي.

تر دې دمه د برید مسوولیت چا نه دی قبول کړی.

XS
SM
MD
LG