د ۵۰ اووره یا یو ورځني کرکټ نړیوال جام په لړ کې د هند او اسټرالیا لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.
په چېنای کې د اکتوبر اتمې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه. د اسټرالیا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.
تر دې مخکې د اکتوبر پر اوومه دوه سیالۍ وشوې چې په لومړۍ کې یې بنګلادېش، افغانستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او وروسته جنوبي افریقا له سري لنکا څخه په ۱۰۲ منډو سیالي وګټله.
په هند کې د ۵۰ اووره کرکټ نړيوال جام سیالۍ د اکتوبر له پینځمې پیل شوي دي.
د یو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ هر څلور کاله وروسته کېږي. انګلستان په ۲۰۱۹ز کال کې نیو زيلينډ ته په ماتې ورکولو نړیوال جام ګټلی وو.
د سږني نړیول جام په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي او پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي.
په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.