د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې چاودنې د معدنیاتو پرمختیا ادارې چارواکی وژلی دی


چارواکي وايي بمي چاودنه له کوټې ۵۰ کېلومیټره لیرې په سورنج سیمه کې شوې ده.
چارواکي وايي بمي چاودنه له کوټې ۵۰ کېلومیټره لیرې په سورنج سیمه کې شوې ده.

د بلوچستان په سورنج سیمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې د معدنیاتو د پرمختیا ادارې یو چارواکی وژلی دی.

د چارواکو په وینا، له مرکز کوټې څخه ۵۰ کېلومیټره لیري شمال ختیځ لوري ته د هغې ادارې د چارواکي شبر مرزا ګاډی د اکتوبر پر اتمه د بمي چاودنې ښکار شو چې پکې هغه ووژل شو او یو بل کس ژوبل شو.

د کوټې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو په وینا، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه د رېموټ کنټرول بم برید وو خو ذمه واري یې لا چا نه ده منلې.

د بلوچستان په سورنج سیمه کې د سکرو کانونه دي چې پکې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې ذمه واري یې بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې مني. د تازه پېښې ذمه واري هم بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې "بلوچ ليبرېشن ارمي" رسنيو ته د اکتوبر پر اتمه استولي بیان کې منلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG