د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړيوال جام په سيالیو کې نن نيوزيلېنډ او نيدرلېنډز يو بل ته مخامخ دي


د اکتوبر پر اتمه د نيدرلېنډز لوپډلې په راجيو ګاندي سټيډېم کې تمرين وکړ.
د اکتوبر پر اتمه د نيدرلېنډز لوپډلې په راجيو ګاندي سټيډېم کې تمرين وکړ.

د ۵۰ اووره یا یو ورځني کرکټ نړیوال جام په لړ کې د نيوزيلېنډ او نيدرلېنډز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

د حيدراباد راجیوګاندي انټرنېشنل سټيدېم کې د اکتوبر پر نهمه نيدرلېنډز پچه وګټله او لومړۍ يې د بيټېنګ فیصله وکړه.

تردې وړاندې د اکتوبر پر اتمه په چينای ښار کې شوې سيالۍ کې هند اسټراليا ته په ۶ وېکټونه ماتې ورکړه. د اسټرالیا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه او په ۵۰م اوورونو کې يې ټول لوبغاړي د ۱۹۹ رنزونو په جوړولو سره سوځېدل. په ځواب کې د هند لوبډلې د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو هدف پوره کړ او سيالي يې وګټله.

په هند کې د ۵۰ اووره کرکټ نړيوال جام سیالۍ د اکتوبر له پینځمې پیل شوي دي.

د یو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ هر څلور کاله وروسته کېږي. انګلستان په ۲۰۱۹ز کال کې نیو زيلينډ ته په ماتې ورکولو نړیوال جام ګټلی وو.

د سږني نړیول جام په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي او پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي.

په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG