ترکیې د سوريې (شام) په شمال کې د کردي وسلوالو پر مرکزونو په بمبارۍ کې د شپږو هدفونو د له مینځه وړلو دعوه کړې ده.
د دې هېواد دفاع وزارت د اکتوبر پر اتمه ويلي چې په بمبارۍ کې یې د تيلو پاکولو هغه مرکز هم ویشتلی چې د وسلوالو په قبضه کې وو. وزارت که څه هم ويلي چې ګڼ وسلوال یې وژلي خو شمېر یې نه دی ښوولی.
وزارت زیاتوي چې په حملو کې یې د وسلوالو خوندي مرکزونه په بشپړ ډول له مینځه وړي دي. د شام چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا لومړی ځل نه دی چې ترکیه په شام کې دننه بریدونه کوي. د رويټرز خبري اژانس ترمخه، د ترکیې ځواکونو په تېرو وختونو کې هم د هغو کردي وسلوالو پر ځایونو بمباري کړې چې انقره یې پر ترکانو د حملو لپاره تورنوي.
تردې وړاندې د اکتوبر پر څلورمه د د ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د کردستان کارګر ګوند د ۵۸ هدفونو تباه کولو دعوه کړې وه. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حقان فیضان د اکتوبر پر څلورمه ويلي ول چې په عراق او سوریه (شام) کې د کردانو د کارګر ګوند او د شام د کردانو د ملېشې ټول تاسیسات "قانوني اهداف" دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه دوو بریدګرو په انقره کې حکومتي ودانیو ته نېږدې چاودنه کړې وه چې پکې دواړه وسلوال ووژل شول او دوه پولیس سرتېري ژوبل شول. وسلوالې ډلې کردستان کارګر ګوند د دې برید ذمه واري منلې وه.