د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د طالبانو حکومت ۴ بريتانويان له بنده خوشې کړل


طالبان په کابل کې - انځور له ارشیفه
طالبان په کابل کې - انځور له ارشیفه

د بريتانیې حکومت اعلان کړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت څلور بريتانوي وګړي له بنده خوشې کړي دي.

د بريتانیې حکومت د سېپټېمبر پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کسان د افغانستان د قوانينو ماتولو په تور نيول شوي ول.

په خبرپاڼه کې د خوشې شويو کسانو نومونه نه دي‌ اخیستل شوي. دا هم نه دي ويل شوي چې دوی ولې بنديان ول. خو په بیان کې حکومت "د قوانينو ماتولو لپاره، د خوشې شويو کسانو د کورنيو په استازيتوب بخښنه غوښتې ده".

د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د بهرنيو چارو وزارت یې د بريتانوي حکومت خبرپاڼه له رسنيو سره شريکه کړې ده.

له لندنه د اکتوبر پر ۱۰مه په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانانو په شمول هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره پیسې غونډې او يا یې هم پلان جوړ کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د بريتانيې حکومت د سیاسي بدلون لپاره د وسلې استعمالوونکو ملاتړ نه کوي او "هر قسمه تشدد د افغانستان لپاره بد دی".

د بريتانيې حکومت په داسې حال کې دا خبره کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر ضد ځيني وسلوالې ډلې جنګېږي. په دوی کې "د مقاومت ملي جبهه" هم شامله ده چې مشر یې احمد مسعود دی. د دې ډلې ډېری مشران د بريتانيې تر څنګ په ځينو نورو هېوادونو کې مېشت دي. پر دې ډلې سربیره د طالبانو پر ضد جنګېدونکو ډلو کې، داعش تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG