د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې د سکرو په کان کې چاودنې ۱۱ کسان ژوبل کړي دي


په اورکزو کې د سکرو په کانونو کې وخت نا وخته کې د چاودنو راپورونه ورکول شوي دي ــ انځور له ارشيفه
په اورکزو کې د سکرو په کانونو کې وخت نا وخته کې د چاودنو راپورونه ورکول شوي دي ــ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په اورکزو کې د سکرو (کويلې) په یوه کان کې چاودنې ۱۱ کسان ژوبل کړي دي.

د سیمې یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې نن (د اکتوبر پر ۱۰مه) د اورکزو په ډولي کلي کې د سکرو په یوه کان کې دا پېښه د ګیس سلېنډر چاودېدو له امله وشوه.

بل خوا د کوهاټ ضلعي روغتون مشر ډاکټر مشتاق مشال راډیو ته ویلي چې د دوی روغتون ته د پېښې ۱۱ زخميان ور وړل شوي چې دوه زیات ژوبل یې د پېښور یو روغتون ته لېږدولي دي.

په اورکزو کې تر دې وړاندې هم په کانونو کې بېلابېلې پېښې شوې دي چې پکې مزدورانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د بلوچستان، سيند او خيبر پښتونخوا په زياتره کانونو کې پښتانه مزدوران کار کوي چې اکثريت يې د سوات او شانګلې دی.

په پاکستان کې هر کال سلګونه مزدوران په کانونو کې د چاودنو له کبله مري.

XS
SM
MD
LG