د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړيوال جام کې پاکستان سري لنکا او انګلينډ بنګله دېش ته ماتې ورکړه


محمد رضوان او عبدالله شفيق سلیزې ووهلې
محمد رضوان او عبدالله شفيق سلیزې ووهلې

د پنځوس اووره نړيوال جام په روانو سیاليوو کې پاکستان سري لنکا او انګليند بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر لسمه د هند په حیدراباد کې شوې د ورځې په دوهمې سیالۍ کې د پاکستان په وړاندې، لومړی بېټينګ سري لنکا وکړ او د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۳۴۴ منډې وکړي. پاکستان دا هدف په ۴۸ اوور کې د ۴ ويکټو په زیان پوره کړ.

د انګلېنډ ډيويډ ملان د بنګله دېش په وړاندې ۱۴۰ منډې وکړې
د انګلېنډ ډيويډ ملان د بنګله دېش په وړاندې ۱۴۰ منډې وکړې

د پاکستان لخوا تر ټولې ډېرې منډې محمد رضوان وکړي چې ۱۳۱ وې. هغه د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

پاکستان تر دې مخکې د دې جام په خپلې لومړۍ سیالۍ کې نيدرلېنډز ته ماتې ورکړې وه. سري لنکا خپله لومړۍ لوبه جنوبي افریقې ته بایللې وه.

د اکتوبر پر لسمه په يوه بله سیالۍ کې انګلېنډ بنګله دېش ته ماتې ورکړه. په درمشالا کې شوې دغې سیالۍ کې لومړی بېټينګ انګلېنډ وکړ او د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۳۶۴ منډې وکړي. د بنګله دېش ټول لوبغاړي د ۲۲۷ منډو په کولو سره په ۴۹م اوور کې اوټ شول.

په هند کې روان د سږني نړیوال جام په سیالیو کې به د اکتوبر پر ۱۱مه، افغانستان د هند سره لوبه کوي. افغانستان خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې. هند د دې جام خپله لومړۍ لوبه د اسټراليا خلاف وکړه او بریا یې خپله کړه.

په دې ټورنمنټ کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي او پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG