د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپریم کورټ اکثرو قاضیانو د هغه عدالت واک په اړه د قانون پرضد درخواستونه رد کړي دي


د پاکستان د سپریم کورټ ودانۍ یو پخوانی انځور.
د پاکستان د سپریم کورټ ودانۍ یو پخوانی انځور.

په پاکستان کې د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو جرګګۍ د هغه عدالت د واک په اړه د قانون پرضد درخواستونه رد کړي دي او هغه قانون یې لازم الاجرا بللی دی.

د مشر قاضي فایز عیسا په ګډون له ۱۵ څخه ۱۰ قاضیانو د هغه قانون په حق کې او پینځو یې په مخالفت کې رایه ورکړې ده.

سپریم کورټ د اکتوبر پر ۱۱مه تر اورېدنې وروسته په فیصله کې ویلي دي چې هغه قانون "اییني" دی خو اطلاق به یې په ماضي نه کېږي بلکې له اوسه به لازم الاجرا کېږي.

د سپریم کورټ پریکټس اېنډ پروسیجرز اېکټ ۲۰۲۳ یا د سترې محکمې د چارو او کاري بهیر په اړه قانون د پاکستان پخواني اېتلافي حکومت د روان کال په اپرېل کې منظور کړی وو.

هغه قانون کې زیات پام د چیف جسټس د سو موټو یا له خپل اړخه د اقدام واک کمولو ته شوی وو. د قانون له مخې چیف جسټس په یوازې ځان د یوې مسلې په اړه له خپل لوري اقدام نه شي کولای بلکې د سپریم کورټ د رتبو پر اساس له دویم او درېیم نمبر قاضیانو سره به مشوره کوي او بیا به د نوټس اخیستو یا نه اخیستو پرېکړه کوي.

د سپریم کورټ پخواني قاضي عمر عطا بندیال هم هغه میاشت د هغه قانون پرضد د درو درخواستونو اورېدنه کړې وه او ویلي یې ول چې پارلېماني بېل د عدلیې په ازادۍ کې د مستقیمې او لویې مداخلې ښکارندويي کوي نو ځکه یې که ولسمشر لاسلیک هم کړي، نه دې عملي کېږي.

خو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د بندیال د کار موده سر ته ورسېده او نوي چيف جسټس فايز عیسا د سېپټېمبر پر ۱۷مه د خپلې دندې پر لومړۍ ورځ د مقدمې اورېدنه وکړه.

په ټولیز ډول د هغه قانون پرضد نهه درخواستونه دایر شوي ول چې د عیسا په مشرۍ یې د ټولو قاضیانو جرګګۍ په اړه ټولې څلور اورېدنې وشوې.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG