د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملي جمهوري غورځنګ زده کوونکو د بې اسناده افغان کډوالو ایستلو خلاف مظاهره کړې ده 


د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور کې د پوهنتونونو زده کوونکو د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو خلاف مظاهره وکړه.
د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور کې د پوهنتونونو زده کوونکو د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو خلاف مظاهره وکړه.

د ملي جمهوري غورځنګ د زده کوونکو سازمان "نېشنل سټوډنټس موومنټ" يا اېن اېس اېم د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پر ضد مظاهره کړې ده.

د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور پوهنتون کې شوې دې احتجاجي مظاهرې کې د زرعي پوهنتون او اسلامیه کالج پوهنتون لسګونو زده کونکو هم برخه اخيستې وه.

د مظاهرچيانو په وينا د پاکستان په ګوټ ګوټ کې د افغان کډوالو د "ځورولو" لړۍ روانه ده چې هغوی یې "غندنه" کوي.

د مظاهرې یو منتظم ډاکټر ريحان خان د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت دې د هغوی په وینا له افغان کډوالو سره "غیرقانوني او غیرانساني" رویه بنده کړي.

د عاطف رشید په نوم د مظاهرې یو بل ګډونوال وویل، په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم بندیز دی نو د پاکستان حکومت دې له افغان نرینه او ښځینه زده کوونکو سره له نرمۍ کار واخلي او د هغوی راتلونکی دې نه خرابوي.

د پاکستان نګران حکومت د افغانانو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنيانو ته د اکتوبر تر پایه له هغه هېواده د وتلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG