د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر شیعه ګانو برید غندلی دی


د اکتوبر پر ۱۳مه د اهل تشیع په جومات کې چاودنې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۳مه د اهل تشیع په جومات کې چاودنې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واړوله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بغلان ولایت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د جمعې د ورځې حمله غندلې ده.

امنیت شورا د اکتوبر پر ۱۴مه په یوه بیان کې هغه برید "بې رحمانه" بللی، د چاودنې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوولې او ویلي یې دي چې "ترهګري" چې په هره بڼه وي، سوله ګواښي او له تنظیموونکو او تمویلوونکو سره یې باید حساب وشي.

د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د اکتوبر پر ۱۳مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په یو جومات کې چاودنې اووه تنه لمونځ کوونکي ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

د برید ذمه واري د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې منلې وه.

XS
SM
MD
LG