د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د لاسي بم برید کې ۱ کس وژل شوی او ۸ ژوبل شوي دي


په کراچۍ کې تر دې وړاندې هم د ناامنۍ پېښې وخت په وخت مخې ته راغلې دي: انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې تر دې وړاندې هم د ناامنۍ پېښې وخت په وخت مخې ته راغلې دي: انځور له ارشیفه

د کراچۍ پولیس وايي، د اکتوبر پر ۱۶مه ناوخته د شپې مهال د لیاري سیمې په بهار کالونۍ کې پر يو کور د لاسي بم په یوه حمله کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو ساحوي مشر ډي ای جي اسد رضا وايي، په دغه برید کې یوه ښځه وژل شوې ده. نوموړی وايي برید کوونکي پر موټر سایکل سپاره ول او د لاسي بم له غورځولو وروسته تښتېدلي دي.

هغه وايي، د پېښې تر شا وجوهات لا تر دې دمه نه دي روښانه او نه يې هم کومې وسلوالې ډلې مسوولیت منلی دی.

د کراچۍ په لیاري سیمه کې ډېری بلوڅان ژوند کوي. په هغه سیمه کې تر دې وړاندې د بېلابېلو وسلوالو ډلو ترمينځ د اخ و ډب پېښې هم مخې ته راغلې دي. همدا رنګه پر پولیسو او رېنجرو هم هلته وخت په وخت بریدونه شوي دي.

د روان ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر ۲۰مه نېټه په لیاري کې نامعلومو وسلوالو د سترګو د ناروغیو یو نومیالی هندو ډاکټر بیربل ګېناني په ډزو وژلی وو. د پولیسو په وینا، په حمله کې له نوموړي سره په ګاډي کې ناسته نرسه قرة العین ژوبله شوې وه.

تر هغې وړاندې د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر میاشتې پر ۱۳مه د کراچۍ په ګلستان جوهر سیمه کې وسلوالو د یوې ځايي مدرسې "جامعه اسلامیه ابوبکر" مشر مولانا ضیا الرحمان په ډزو وژلی وو.

د ۲۰۱۹ز په مارچ کې د نومیاتي مذهبي عالم مفتي تقي عثماني د ګاډو پر کاروان په وسلوال برید کې د هغه دوه ساتونکي وژل شوي ول او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول، خو عثماني له هغه بریده روغ وتلی وو.

XS
SM
MD
LG