د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین چین ته رسېدلی دی


ولاديمير پوتين او شي جينپينګ تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۳ز کال په مارچ کې په مسکو کې سره ليدلي ول: انځور له ارشیفه
ولاديمير پوتين او شي جينپينګ تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۳ز کال په مارچ کې په مسکو کې سره ليدلي ول: انځور له ارشیفه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر په ۱۷مه په رسمي سفر چین ته رسېدلی دی او ټاکل شوې چې نوموړی به له خپل چینايي سیال، د ده په وينا "ګران ملګري" شي جينپينګ سره د "يوې کړې يوې لارې" سرمشریزې پرمهال وویني.

دا په داسې حال کې ده چې په روانه اوونۍ کې د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو استازي په چین کې د هغې سرمشریزې لپاره غونډېږي.

چین هیله من دی چې د بیلټ او روډ (کړۍ او لاره) فورم په نامه دا سرمشریزه به یې په نړۍ کې قام اوچت کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یادې سرمشریزې ته د بلل شویو په سر کې دی.

ولسمشر پوتین له هغه وروسته په لومړي ځل د نړۍ یو ځواکمن هېواد ته سفر کوي چې پر اوکراین د یرغل له کبله یې رژیم په نړۍ کې یوازې کړل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG