د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنه شوې


د کابل په دشت برچي کې طالب وسله وال - انځور له ارشیفه
د کابل په دشت برچي کې طالب وسله وال - انځور له ارشیفه

د کابل په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې څو موټر ویجاړ کړي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د اکتوبر پر ۱۸مه، پر ایکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې په چاودنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. هغه زیاته کړه چې د يو مارکیټ په پارکینګ کې شوې دې چاودنې له امله اور لګېدلی وو چې څو موټرې یې ويجاړې کړې دي.

تر اوسه د چاودنې نوعيت نه دی معلوم شوی. تر اوسه د دې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

دشت برچي د کابل هغه سیمه ده چې اکثریت اوسیدونکي یې شیعه هزاره دي. په دې ځای کې تر دې مخکې هم څو ځل خونړۍ چاودنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG