د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې په روغتیايي سامانونو بار پینځه لارۍ د مصر له رفح پولې څخه د غزې تړانګې ته د تګ لپاره چمتو دي.
یاد سازمان د اسراییلو د دې اعلان هرکلی کړی دی چې وايي هغې فلسطینۍ سیمې ته به د مرستو د لېږد مخه و نه نیسي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر تېدروس اېدهانوم ګیبريېسس د اکتوبر پر ۱۹مه د خبري غونډې پر مهال وویل چې "لارۍ یې په مرستو بار او روانېدو ته تیارې دي." هغه هیله وښوده چې رفح پوله ښايي نن (د اکتوبر پر ۲۰مه) پرانیستل شي چې په وینا یې ورسره سم به د سامانونو لېږد پیل کړي.
اسراییلو د اوبو، خوړو او نورو اکمالاتو د لېږد د اجازې ورکولو اعلان پر داسې وخت کړی دی چې د غزې په الاهلي روغتون کې د چاودنې له کبله په ټول منځني ختیځ کې سخته غصه خپره ده او امریکايي ولسمشر جو بایډن په سیمه کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره اسراییلو ته سفر وکړ.
د يادونې وړ ده چې د اکتوبر پر اوومه، وسلوالې ډلې حماس د اسراییلو په جنوب کې بریدونه وکړل. اسراییلیو چارواکو ويلي چې په هغو حملو کې شاوخوا ۱،۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
اسراییلو تر هغه برید وروسته پر غزې بمباري پیل کړه او د غزې چارواکو د اکتوبر پر ۱۴مه ویلي ول چې له هغه وخت راهیسې هغې خوا ته تر ۲،۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰،۰۰۰ زیات ژوبل شوي دي.
حماس ډله پر غزې تړانګې واکمنه ده او هلته یې د پوځي ډلې مرکزونه دي.
اسراییلو تېره اوونۍ د غزې له شمالي برخې څخه څه باندې یو مېلیون وګړو ته، چې د تړانګې نیمايي ابادي جوړېږي، تر ممکنه حملې مخکې د وتلو امر کړی وو.