د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن له اوکراین او اسراييلو سره د مرستو لپاره له کانګرسه د مېلیاردونو ډالرو منظوري غواړي


جو بایډن د اکتوبر پر ۱۸مه په تل ابیب کې د اسراییلي وزیراعظم سره وکتل.
جو بایډن د اکتوبر پر ۱۸مه په تل ابیب کې د اسراییلي وزیراعظم سره وکتل.

ټاکل شوې چې امریکايی ولسمشر جو بایډن د کانګرس له غړو څخه له اوکراین او اسراییلو سره د پوځي مرستو لپاره د لسګونه اربه (مېلیارده) ډالرو د منظورولو غوښتنه وکړي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۹مه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د تلویزوني وینا پر مهال پر اوکراین د روسي د ولسمشر ولادیمیر پوتین او پر اسراییلو د غزې له تړانګې څخه د حماس ډلې حملې له یو بل سره وتړلې او و یې ویل چې دواړه نړیواله ولسواکي او امنیت ګواښي.

بایډن وویل چې سمدستي له امریکايي کانګرسه د پیسو غوښتنه کوي. له رپورټونو سره سم، ولسمشر ښايي د راتلونکي یو کال مودې لپاره له ۱۰۰ اربه ډالرو څخه زیاتې پیسې وغواړي چې به په جګړو کې د ښکېلو هغو دواړو ملګرو هېوادونو لپاره مهمې وي.

بایډن وویل: "حماس او پوتین د مختلفو ګواښونو ښکارندويي کوي خو دواړه یوه شریکه نکته لري" او هغه دا چې "دواړه د خپل یو ګاونډي جمهوریت ړنګول غواړي."

سپینه ماڼۍ وايي چې بایډن تر وینا مخکې له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره ټېلېفوني خبري وکړې چې له کییف سره د روسیې د هغه پراخ یرغل پر وړاندې د واشنګټن د ملاتړ ټینګار وکړي چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې یې پیل کړی وو.

امریکايي رسنیو د سرچینو په حواله ویلي دي چې له کانګرسه له غوښتل کېدونکو پیسو څخه به یې ۶۰ اربه ډالر د اوکراین او نور ۱۴ اربه ډالر د اسراییلو لپاره ځانګړي شي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو د اکتوبر پر اوومه د حماس تر برید وروسته پر غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG