د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم د چین شينجانګ ایالت ته سفر کړی دی


کاکړ د یوې لارې یوه کمربند پروژې اړونده سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی ـ د اکتوبر ۱۹مې انځور.
کاکړ د یوې لارې یوه کمربند پروژې اړونده سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی ـ د اکتوبر ۱۹مې انځور.

د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم انوارالحق کاکړ د چین په شينجانګ صوبه کې د جمعې د لمانځه په ادا کولو سره د هغو څو اسلامي هېوادونو د مشرانو په ډله کې راغی چې له اویغور مسلمانانو سره د چین حکومت له ناوړه چلند سره سره دې هېواد ته سفر کوي.

کاکړ د اکتوبر پر ۲۰مه پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټویټر وو، باندې د جومات او مونځ کونکو ویډیو خپره کړې چې پکې اذان اورېدل کېږي. کاکړ لیکلي چې په هغه تاریخي جومات کې یې لمونځ وکړ.

چین تورن دی چې څه باندې یو مېلیون اویغور مسلمانان یې په کېمپونو کې اچولي دي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د چین په شمال لویدیځه سیمه سېنکیانګ کې د اویغور او نورو ترک توکمه مسلمانانو حقونو تروړلو ته دوام ورکړی چې دا اقدام د انسانیت ضد جرم دي.

پاکستان چې په حکومتونو کې یې بیا بیا بدلونونه راځي، د خپل مهم اقتصادي متحد او ګاونډي هېواد چین له خوا د اویغور اقلیت د زنداني کولو په اړه د بشري حقونو د ډلو له خوا ورکړل شوي شواهد نه مني.
کاکړ د یوې لارې یوه کمربند لویې پروژې په اړونده سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی. د لنډمهالي وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې په چین کې د بشري سرغړونو یادونه نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG