د کرکټ په نړیوال کپ کې نن(د اکتوبر پر ۲۱مه) دوه لوبې کېږي.
په لومړۍ لوبه کې نېدرلېنډ (هالینډ) له سري لنکا سره او په دویمه هغه کې انګلېنډ جنوبي افریقا سره سیالۍ کوي.
د نېدرلېنډ او سري لنکا ترمنځ لوبه په لکنو کې روانه ده. د لوبې پچه نېدرلېنډ ګټلې او لومړی یې د توپ وهنې پءېکړه کړې ده. دوی په خپلې پاڼۍ کې ۲۶۲ منډې جوړې کړې او سري لنکا ته یې د ګټلو لپاره د ۲۶۳ منډو هدف وټاکلو.
د اکتوبر پر ۲۰مې په سیالۍ کې اسټرالیا پاکستان ته په ۶۲ منډو ماته ورکړه.
په سږني ورلډ کپ کې تر اوسه نیوزي لېنډ او هند تر ټولو ښه لوبېدلي دي. دوی څلور، څلور لوبې کړې دي او ټولې یې ګټلې دي.
پاکستان په څلورو کې دوه او افغانستان په څلور کې یوه لوبه ګټلې ده.
د کرکټ نړیوال کپ د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی وو او د پای لوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه ترسره کېږي.