د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام: هند نیو زیلینډ ته په ۴ وېکټو ماتې ورکړه


نیو زیلینډی بالر د اکتوبر پر ۲۲مه تر توپ اچولو وروسته غبرګون ښيي او هندی بیټر منډه وهي.
نیو زیلینډی بالر د اکتوبر پر ۲۲مه تر توپ اچولو وروسته غبرګون ښيي او هندی بیټر منډه وهي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې هندۍ لوبډلې نیو زیلینډ ته په ۴ وېکټو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۲مه د هېماچل پردېش د درمشالا په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې هند پچه وګټله او لومړی یې د بالېنګ (توپ ویشتنې) پرېکړه وکړه.

نیو زیلینډۍ لوبډله په ۵۰ اوورونو کې په ۲۷۳ منډو وسوځېده. د نیو زیلینډ ډیرېل مېچل ۱۳۰ او رچېن روېندرا ۷۵ منډې وکړې.

د هند محمد شامي پینځه او کولدیپ یادو دوه نیو زیلینډي لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې هندۍ لوبډلې چټک بیټېنګ وکړ خو چې روهېت شرما وسوځېد نو لږ وروسته ورپسې شوبمن ګېل هم اوټ شو. بیا شرېیاس اییر او وېرات کوهلي لوبې ته دوام ورکړ خو د زیاتې لړۍ له کبله لوبه تر لږ ساعت پورې وځنډېده.

تر دې وروسته هندۍ لوبډلې توپوهنې ته دوام ورکړ او وېرات کوهلي په ۴۸م اوور کې هڅه کوله چې په سلیزې پوره کولو سیالي وګټي خو په ۹۵ منډو وسوځېد. البته هند په هم هغه اوور کې ټاکلی هدف پوره کړ.

د نیو زیلینډ لوکي فرګوسن دوه هندي لوبغاړي وسوځول.

د هند محمد شامي د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې پکې لومړۍ هغه یې سري لنکا له نېدرلینډزه (هالینډ) په پینځو وېکټو وګټله او په دویمه کې جنوبي افریقا انګلستان (انګلینډ) ته په ۲۲۹ منډو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۳مه د پاکستان او افغانستان لوبډلې یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې د چېنای په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

په نړیوال جام کې تر اوسه ټولو لوبډلو څلور سیالۍ کړې دي او له درجه بندۍ سره سم، نیو زیلینډ د څلورواړه سیالیو په ګټلو اته نومرې (نمبرې) ترلاسه کړې دي او پر لومړي مقام دی.

هند هم خپلې ټولې سیالۍ ګټلې دي او اته نومرې یا پواینټه لري خو د منډو وروستي تناسب (نېټ رن رېټ) کموالي له کبله پر دویم مقام ده.

جنوبي افریقا د درو سیالیو په ګټلو شپږ پواینټه ترلاسه کړي او پر درېیم مقام ده او اسټرالیا د دوو لوبو په ګټلو او لوړ رن رېټ له کبله پر څلورم او پاکستان د دوو سیالیو په ګټلو څلور نومرې لري خو پر پینځم مقام دی.

د افغانستان لوبډلې تر اوسه یوازې یوه سیالي ګټلې، دوه پواینټه لري او پر ۱۰م مقام ده.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG