د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر غزه د اسراييل په تازه بمباريو کې يوشمېر فلسطينان وژل شوي


دا په داسې حال کې ده چې د حماس تر واک لاندې سيمه د خوراکي توکيو له يو ورانونکي حالت سره مخامخ ده( انځور ارشیف )
دا په داسې حال کې ده چې د حماس تر واک لاندې سيمه د خوراکي توکيو له يو ورانونکي حالت سره مخامخ ده( انځور ارشیف )

پر مينځني غزه د اسراييل په زیاتېدونکيو بمباريو کې د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه يوشمېر فلسطينان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس تر واک لاندې سيمه د خوراکي توکيو له يو ورانونکي حالت سره مخامخ ده او هلته په اړينو مرستو بار د ۱۷ ټرکونو دويمه قافله رسېدلې ده.

په عین وخت کې ايران ويلي چې سيمه ښايي له کنټروله وتلي يو پېچلي حالت ته پرېوزي.

د اسراييل وزیراعظم بنیامين نتن یاهو لبنان مېشت حزب الله ملېشې ته سخت خبرداری ورکړی چې په جګړه کې ښکېلېدل به يې د ژوند تر ټولو لویه تېروتنه وي.

اسراييل تر هغې وروسته پر غزې تړانګې بمباریو ته دوام ورکړی چې د حماس وسلوالو د اکتوبر پر اوومه د اسراييل په جنوب کې بريدونه وکړل.

د اسراييلي چارواکو په وينا، د حماس په برید کې لږترلږ ۱،۴۰۰ کسان وژل شوي ول چې د دوی په وینا، زیاتره يې ولسي وګړی وو.

د غزې د روغتيا وزارت وايي چې د اسراييل په ځوابي حملو کې تر اوسه ۴،۶۰۰ فلسطينان وژل شوي چې پکې د دوی په وینا، زیاتره عام کسان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG