د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال کرکټ کپ: افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه


افغان لوبغاړي تر بریا وروسته
افغان لوبغاړي تر بریا وروسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په روان پنځوس اووره نړیوال کپ کې پاکستان ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۳مه، د هند په چنايي کې شوې دې سيالۍ کې لومړی بېټينګ د ۷ ويکټو په زیان ۲۸۲ منډې جوړې کړي. د پاکستان لپاره عبدالله شفیق ۵۸، لوبډلمشر بابر اعظم ۷۴ او افتخار احمد او شاداب خان ۴۰، ۴۰ چټکې منډې وکړې.

ابراهيم ځدران او رحمان الله ګوربز ښه لوبه وکړه
ابراهيم ځدران او رحمان الله ګوربز ښه لوبه وکړه

د افغانستان لپاره ځوان ورو توپ اچوونکي نور احمد ۳، نوین الحق ۲ او محمد نبي او عظمت الله یوه یوه وېکټه واخیسته.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم وتوانېد، چې د پاکستان له خوا ورکړل شوی د ۲۸۳ منډو هدف یواځې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي. د لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ شو چې ۸۷ منډې یې جوړې کړې وې.

د لوبې تر بايللو وروسته، د پاکستانۍ لوبډلې مشر بابر اعظم په خبري غونډه کې وويل چې ډير خفه دی: "د افغانستان د ډيرو ښو سپينر بالرانو پر ضد مو ډيره خرابه لوبه وکړه. موږ بايد له دې لوبې زده کړه وکړو. زه به د لوبغاړو سره په دې اړه خبرې کوم چې ولې مو سیالۍ خرابې روانې دي."

پاکستان تر دې مخکې په څلور لوبو کې دوې ګټلې وې او افغانستان بیا په څلورو کې یوه لوبه ګټلې وه.

تر اوسه هند او نیوزيلېنډ تر ټولو ښه لوبېدلي دي. هند پنځه لوبې کړې دي او ټولې یې ګټلې دي خو نیوزیلېنډ په پنځه کې څلور ګټلې دي. د کرکټ د دې نړیوال کپ لوبې د اکتوبر پر پنځمه پیل شوې وې او د پای لوبه یې د نومبر پر ۱۹مه تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG