په هند کې د کرکټ د نړیوال جام په لړ کې نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) د جنوبي افریقا او بنګلادېش لوبډلې له يو بل سره سيالي کوي.
دا ۵۰ اووره سیالي په ممبۍ ښار کې روانه ده. جنوبي افريقا پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې يا بېټينګ پرېکړه وکړه.
جنوبي افریقا تر دې مخکې په څلورو لوبو کې ۳ ګټلي او یوه یې بایللې ده. بنګله دېش بیا په خپلو څلورو سیاليوو کې یوه ګټلې او درې یې بایللې دي.
د اکتوبر پر ۲۳مه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه خوندوره لوبه د افغانستان په بري پای ته ورسېده.
پاکستان افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف ټاکلی وو چې هغوی په ۴۹م اور کې په داسې حال کې پوره کړ چې اته ویکټې یې لا په لاس کې وې. پر دې بریا، افغانانو د افغانستان دننه او بهر پراخ جشنونه ولمانځل.
په نړيوال کپ کې تر اوسه هند او نیوزيلېنډ تر ټولو ښه لوبېدلي دي. هند پنځه لوبې کړې دي او ټولې یې ګټلې دي خو نیوزیلېنډ په پنځه کې څلور ګټلې دي. د کرکټ د دې نړیوال کپ لوبې د اکتوبر پر پنځمه پیل شوې وې او د پای لوبه یې د نومبر پر ۱۹مه تر سره کېږي.