امریکایي ولسمشر جو بایډن په سمدستي ډول په غربي څنډه کې پر فلسطينيانو د اسراییلیو ابادکارانو د ځوابي بريدونه د درولو غږ کړی دی.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې د اسټراليا له وزیراعظم اینتني البانيز سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې د "سختدريځو ابادکارانو" حملې د منځني ختيځ پر "اور د تېلو اچولو" معنا لري.
بایډن وویل، هغه بریدونه "باید ودرېږي.له هغوی سره به د دې حساب کېږي. دا باید هرومرو همدا اوس ودرېږي."
نوموړي د اسراييلو او فلسطين د شخړې د هواري لپاره د دوو دولتونو (ریاستونو) جوړولو پر حللاره د کار کولو ژمنتيا تازه کړه.
اسراييلو تر هغې وروسته پر غزې تړانګې بمباریو ته دوام ورکړی چې د حماس وسلوالو د اکتوبر پر اوومه د اسراييلو په جنوب کې بريدونه وکړل.
د اسراييل زیاتېدونکيو بمباریو د غزې تړانګې ځينې برخې تباه کړې او مرستندویه عمليات يې له خطر سره مخامخ کړي دي.