د امریکا د مېن ایالت سلګونه پولیس د هغه تن په لټون دي چې په لیوېسټن وړوکي ښار کې یې په یوه میخانه او تفریحي ځای کې ګڼ کسان ویشتلي دي.
د بېلابېلو امریکايي رسنیو د رپورټونو له مخې، په پېښه کې له ۱۶ څخه تر ۲۲ پورې کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل دي.
امریکايي ټېلېوېژن (سي اېن اېن) د ځایي چارواکو له قوله وايي چې دا پېښه د اکتوبر پر ۲۵مه ماښام شاوخوا اووه بجې شوې ده.
چارواکو په پېښه کې ګڼو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو تصدیق کړی دی، خو کره شمېر یې نه دی ورکړی.
پولیس د رابرټ ار کارډ په نوم په يوه ۴۰ کلن کس پسې ګرځي او داسې ښکاري چې ښايي هغه د ډزو په پېښه کې ککړ وي.
د رپورټونو له مخې، رابرټ د سږ کال په اوړي کې د رواني ناروغیو په یو مرکز کې هم بستر شوی وو.