د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن دوه لوبې کېږي


 اسټرالیا په ۵۰ اورونو کې ۳۸۸ منډې جوړې کړې دي.
اسټرالیا په ۵۰ اورونو کې ۳۸۸ منډې جوړې کړې دي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام سیاليو کې نن دوه روانې دي. یوه لوبه د اسټرالیا او نیوزي لېنډ او بله د بنګلا دېش او د نېدرلینډ (هالینډ) ترمینځ ده.

د اسټرالیا او نیو زیلینډ ترمینځ لوبه کې اسټرالیا په ۵۰ اورونو کې ۳۸۸ منډې جوړې کړې دي.

په دویمه لوبه کې نېدرلینډ ټاس یا پچه وګټله او بیټنګ کوي.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۷مه جنوبي افريقا پاکستان ته په يوه وېکټه ماتې ورکړه. سبا انګلېنډ او هند يو بل ته مخامخېږي.

د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۱۹مې روانې وي. په دې سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي. د دې سياليو په لومړي پړاو کې به هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG