پولیسو په سویلي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي ورکنګ کمېټۍ غړی ایاز وزیر نیولی او د هغه پر ضد یې د بغاوت مقدمه درج کړې ده.
د نوموړي وکیل عبدالرحمان وزیر د اکتوبر پر ۲۸مه، مشال راډیو ته وویل چې پولیسو ایاز وزیر د اکتوبر په ۲۶مه په واڼه کې نیولي او د ټانک زندان ته یې لیږلی وو. د نوموړي په وینا پولیسو د هغه پر ضد د بغاوت مقدمه درج کړې ده چې د اکتوبر پر ۲۷مه یې عدالت اورېدنه وکړه.
مشال راډیو په دې اړه په سویلي وزیرستان کې د پولیسو له مشر سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه. د سیمې سیاسي او ولسي مشرانو د ایاز وزیر د نیولو غندنه کړې ده او د هغه د خوشي کولو لپاره یې د سټي تاڼې مخې ته احتجاج هم کړی دی.
سیاسي مشران وايي چې که ایاز وزیر خوشي نه شي نو په سیمه کې به په احتجاج لاس پورې کوي.