د اوکراین د پوځ مشرتابه د اکتوبر پر ۳۰مه ويلي چې روسي ځواکونو یې بېګاه پر هېواد یو بل هوايي برید کړی چې پکې یې د شاهد په نوم بریدکوونکې ۱۲ ډرون الوتکې کارولې دي.
خو دوی زیاتوي چې د اوکرایني ځواکونو هوايي دفاعي نظام ټولې ډرون الوتکې ویشتلې دي.
د اوکراین د پوځ مشرتابه په خپل ورځنيو معلوماتو کې زیاته کړه چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې په اوله کرښه کې په بېلا بېلو سیمو کې له روسي ځواکونو سره په شاوخوا ۶۰ ځایونو کې نښتې کړې دي. په دې نښتو کې د مرګژوبلې کره شمېره نه ده ورکړل شوې خو د اوکرایني پوځ په وینا په تازه نښتو کې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.