د امریکا د ملي امنیت سلا کار جېک سولیوان ویلي، دا د اسراییل ذمه واري ده چې په غزه تړانګې کې د بې ګناه خلکو د ژوند ساتنه وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د اکتوبر پر ۲۹مه پر داسې مهال کړې دي چې په فلسطین کې د ولسي وګړيو د وژل کېدو پرضد احتجاج مخ پر زیاتېدو دی.
د امریکايي ولسمشر جو بایډن پر حکومت په داسې وخت کې فشار زیات شوی چې ویل کېږي په غزه کې د وژل شویو شمېر زرګونو ته رسېدلی دی. د ولسمشر بایډن پر اداره د دې سپیناوي لپاره ټینګار کېږي چې له اسراییل سره د هغه کلکه مرسته باید دا مانا و نه لري چې هغوی څه کوي نو هغه دې ومنل شي.
جک سولېوان په یو شمېر ټېلېویژني مرکو کې ویلي چې دوی له اسراییل څخه د بشري مرستو، د ترهګرو او عامو بې ګناه خلکو په مینځ کې د توپیر کولو او د هغوي د پوځي عملیاتو د هدف په اړه سختې پوښتنې کوي.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو یوې ادارې د اکتوبر پر ۲۹مه وویل چې په غزه کې زرګونو خلکو ګودامونه مات کړي او ورڅخه یې اوړه او د بدني صفايي توکي وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه د واکمنې وسلوالې ډلې حماس او اسراییلو ترمینځ له تېرو شاوخوا دریو اونیو راهیسې جګړه دوام لري او له هم دې وجې د غزې په خلکو کې ناامیدي په زیاتېدو ده.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په دې جګړه کې تر اوسه د وژل شویو فلسطینینانو شمېر له ۸،۰۰۰ څخه اوښتی دی چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یو اېن ار ډبلیو اې) مشر تهامس وایټ د اکتوبر پر ۲۹مه وویل، د ګودامونو ماتول څرګندوي چې له دریو اوونیو راهیسې روانې جګړې او د غزې د سختې محاصرې له وجې د عامه نظم د ګډوډیدو اندېښنه ده. نوموړي زیاته کړه چې د غزې خلک له ویرې، محرومیت او مایوسۍ سره مخامخ دي.
په غزه د اسراییل وروستۍ پوځي کاروايي له هغې وروسته پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسله والو په اسراییل برید وکړ او سلګونو اسراییلو ته یې مرګ ژوبله واړوله.