د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام کې افغانستان سري لنکا ته ماتې ورکړه


حشمت شهيدي او عظمت عمرزی یو بل ته د لوبې ګټلو مبارکي ورکوي.
حشمت شهيدي او عظمت عمرزی یو بل ته د لوبې ګټلو مبارکي ورکوي.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان سري لنکا ته په ۷ وکټونو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۳۰مه ترسره شوې دغه سیالۍ کې افغانستان پچه وګټله او لومړۍ يې د باولېنګ يا توپ اچونې پرېکړه وکړه. د سري لنکا ټول لوبغاړي په ۴۹،۳ اورونو کې وسوځېدل او ۲۴۱ منډې یې جوړې کړې او افغانستان ته يې د لوبې ګټلو لپاره د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

سري لنکا ته په بېټنګ کې پتون نېساکا ۴۶، کپتان کوشال مېنډس ۳۹ او سدیرا سماراوېکرما ۳۶ منډې وکړې. په افغان بالرانو کې فضل حق فاروقي څلور، مجیب الرحمان دوه، راشد خان او عظمت الله یو، یو وېکټ واخیست.

افغانستان په ځواب کې د درې لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵.۲ اوورونو کې هدف ته ورسېد او لوبه يې په ۷ وکټونو وګټله. افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په صفر، ابراهيم ځدراڼ په ۳۹ او رحمت شاه ۶۲ منډو اوټ شول. وروسته حشمت الله شهيدي او عظمت عمرزي ملګرتيا وکړه او افغان لوبډله يې ټاکل شوي هدف ته ورسوله. دواړو پینڅوسيزې ووهلې. عظمت ۷۳ او حشمت ۵۸ منډې وکړې او اوټ نه شول. له دې سره د افغانستان د ګټلو لوبو شمېر درې شو او پواینټونه يې شپږو ته ورسېدل.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

په مجموعي توګه هند دا وخت پر لومړي نمبر دی چې کړې شپږ واړه لوبې يې ګټلې او ۱۲ پواينټه لري. پر دویم نمبر جنوبي افریقا او پر درېیم نیو زيلینډ دی.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG