د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړیوال کپ: پاکستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه


پاکستاني لوبغاړي د بنګله دېش د لوبې په مهال
پاکستاني لوبغاړي د بنګله دېش د لوبې په مهال

د پاکستان کرکټ لوبډلې د نړيوال کپ په سیاليوو کې بنګله دېش ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه.

د هند په کولکته کې د اکتوبر پر ۳۱مه شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ بنګله دېش وکړ او ټول لوبغاړي یې ۲۰۴ منډې جوړې کړې. پاکستان دا هدف په ۳۳ اوور کې د دريوو ويکټو په زیان پوره کړ. فخرزمان په ۷۱ بالونو ۸۴ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه یا فاینل به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي. پاکستان تر اوسه په ۷ لوبو کې درې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

د نومبر پر لومړۍ نېټه جنوبي افریقه او نيوزيلېنډ سیالي لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG