د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې ۲ فعالانې دې خوشې کړي


د طالبانو په بند کې د فعالې ژولیا پارسۍ یو پخوانی انځور.
د طالبانو په بند کې د فعالې ژولیا پارسۍ یو پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو غوښتنه کړی چې د ښځو د حقونو هغه دوه مدافعینې دې ژرترژره خوشې کړي چې له یوې میاشتې راهیسې بندي دي او د نیول کېدو لامل یې هم نه دی ښوول شوی.

په افغانستان کې طالبانو د عامه ژوند او کار په ډېریو برخو کې پر ښځو بندیزونه لګولي او په کال ۲۰۲۱ز کې یې تر واکمنېدو وروسته یې لومړی له شپږم ټولګي پورته او بیا پسې په پوهنتونونو کې هم د ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ په ګډون د ملګرو ملتونو نورو کارپوهانو د ندا پرواني او ژولیا پارسي او د هغوی د کورنیو د غړو خوشې کول یوه "بیړنۍ موضوع" بللې ده.

د طالبانو حکومت لا هغه دواړه ښځې په کوم جرم نه دي تورنې کړې او ورته یې د قانوني استازولۍ یا وکیلانو لرلو اجازه هم نه ده ورکړې. د ښځو د حقونو دواړه مبارزانې لا عدالت ته هم نه دي وړاندې شوې.

کارپوهانو د اکتوبر پر ۳۱مه په یوه بیان کې وویل چې د دواړو فعالانو د جسماني او رواني هوساینې په اړه ډېر اندېښمن دي. دوی له طالب چارواکو غوښتي چې د وګړو حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي او و یې ویل چې د ندا پرواني او ژولیا پارسي بندي کول نه شي توجیه کېدای.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لا د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي او تر اوسه یې د نیول شویو ښځو او د هغوی د کورنیو په اړه هم څه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG