د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هند سري لنکا ته په ۳۰۲ منډو ماتې ورکړه


هندۍ لوبډله د نومبر پر دویمه د سري لنکايي بیټر په سوځولو خوشالي کوي.
هندۍ لوبډله د نومبر پر دویمه د سري لنکايي بیټر په سوځولو خوشالي کوي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د کوربه هند لوبډلې سري لنکا ته په ۳۰۲ منډو ماتې ورکړه.

د نومبر پر دويمه د ممبۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه سري لنکا وګټله او هند ته یې د بیټېنګ بلنه ورکړه.

د هند له لوري شوبمن ګېل ۹۲، وېرات کوهلي ۸۸، شرييس اییر ۸۲ او روېندرا جدېجا ۳۵ منډې وکړې. هندۍ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۷ منډې وکړې. د سري لنکا دېلشان مدوشنکا پینځه هندي لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د سري لنکا لوبډلې د هندیو د توپ ویشتونکو مقابله و نه کړای شوه او بیټران یې یو په بل پسې ژر، ژر وسوځېدل. د سري لنکا ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې په ۵۵ منډو وسوځېدل او سیالي یې په ۳۰۲ منډو وبایلله.

د هند محمد شامي پینځه او محمد سراج درې سري لنکايي لوبغاړي وسوځول.

په روان نړيوال جام کې تر اوسه هند اووه سيالۍ کړي او ټولې يې ګټلې دي. بلخوا سري لنکا په اووه سياليو کې دوه ګټلي او پینځه يې بايللې دي.

تر دې وړاندې، د نومبر پر لومړۍ نېټه، د جنوبي افریقا لوبډلې نیو زیلینډ ته په ۱۹۰ منډو ماتې ورکړه.

د پونې په لوبغالي کې جنوبي افريقا لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۷ منډې وکړې.

په ځواب کې د نیو زیلینډ لوبډلې ښه بیټېنګ و نه کړای شو او لوبغاړي یې ژر وسوځېدل. د نیو زیلینډ ټوله لوبډله په ۳۶م اوور کې پر ۱۶۷ منډو وسوځېده او سیالي یې په ۱۹۰ منډو وبایلله.

د نومبر پر درېيمه د افغانستان او نېدرلينډز (هالينډ) لوبډلې له یو بل سره سیالي لري. ټاکل شوې چې د لکنو په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

په روان نړيوال جام کې تر اوسه افغانستان شپږ سيالۍ کړي او درې يې ګټلې دي. بلخوا نېدرلينډز په شپږو سياليو کې دوې ګټلي او څلور يې بايللې دي.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG