د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان نېدرلينډز ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه


د نومبر پر درېيمه په لکنو کې افغان لوبغاړي د نېدرلينډز لوبغاړو پر سوځېدو د خوشالۍ څرکندونه کوي.
د نومبر پر درېيمه په لکنو کې افغان لوبغاړي د نېدرلينډز لوبغاړو پر سوځېدو د خوشالۍ څرکندونه کوي.

د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې د نېدرلینډز (هالینډ) لوبډلې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

د نومبر پر درېيمه د لکنو په لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پيل شوه.

د لوبې پچه نېدرلينډز وګټله او لومړی يې د توپوهنې (بېټينګ) پرېکړه وکړه.

د نېدرلينډز ټوله لوبډله په ۴۷م اوور کې تر ۱۷۹ منډو جوړولو وروسته وسوځېده او افغان لوبډلې ته يې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

د نېدرلينډز څلور لوبغاړي رن اوټ شول، درې يې محمد نبي، دوه نور احمد او يو يې مجيب الرحمان وسوځاوه.

په ځواب کې افغان لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۳۲م اوور د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

په افغان لوبغاړو کې لوبډلمشر حشمت الله شاهدي ۵۶ او رحمت شاه ۵۲ منډې وکړې.

د افغانستان محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په روان نړيوال جام کې تر اوسه افغانستان اووه سيالۍ کړي او څلور يې ګټلې دي.

د نړیوال جام په ترڅ کې د نومبر پر څلورمه دوه سیالۍ کېږي چې پکې یوه يې د پاکستان او نیو زیلینډ او دویمه یې د انګلستان (انګلینډ) او اسټرالیا ترمینځ ده.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس د درجه بندۍ له مخې هند پر لومړي، جنوبي افریقا پر دویم، اسټرالیا پر درېیم او نیو زیلینډ پر څلورم مقام دی. د افغانستان لوبډله پر پینځم او پاکستان پر شپږم ځای دی.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG