د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې ۲ چاودنو ۶ کسان وژلي او ۲۴ ژوبل کړي دي


پوليس وايي د نومبر پر درېيمه په ټانک اډه کې چاودنه په يو موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو بارودي موادو چاودېدو له امله شوې ده.
پوليس وايي د نومبر پر درېيمه په ټانک اډه کې چاودنه په يو موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو بارودي موادو چاودېدو له امله شوې ده.

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بېلو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي دي.

د نومبر پر درېيمه لومړۍ چاودنه په ټانک اډه سيمه کې د پوليسو ګاډي ته نېږدې وشوه چې پکې پينځه عام وګړي ووژل شول او د دوو پوليسو په ګدون ۲۴ ژوبل شول.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو مشر عبدالرووف بابر قيصراني مشال راډيو ته وويل چې په چاودنه کې پينځه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي دي. د نوموړي په وينا د چاودنې په نتيجه کې دوه پوليسان هم ژوبل شوي دي.

پولیس زياتوي، پېښه په ټانک اډه کې د ريموټ کنټرول له لارې په يو موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو بارودي موادو چاودېدو په نتيجه کې رامينځ ته شوې ده.

دويمه چاودنه په کلاچۍ سيمه کې د پوځ ګاډي ته نېږدې وشوه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې ووژل شو.

تر دې مهاله د چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې.

د روان ۲۰۲۳ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې د ولسي خلکو په ګډون پکې امنیتي سرتېرو ته زیانونه اوښتي دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG