د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې د وسلوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي


د پاکستاني پوځيانو يو ګاډی د ګزمې پر مهال ــ انځور له ارشيفه
د پاکستاني پوځيانو يو ګاډی د ګزمې پر مهال ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان صوبې په ګوادر سيمه کې د وسلوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د نومبر پر درېيمه په یو بیان کې ویلي چې وسلوالو د سرتېرو دوه ګاډي هغه مهال په نښه کړل چې له پسني څخه اورماړې ته پر لار ول.

د پاکستان سرکاري ټېلېویژن پر اېکس پاڼه د ای اېس پي ار له قوله لیکلي چې برید کمین نیولو وسلوالو کړی دی.

په بیان کې راغلي دي، تر برید وروسته په سیمه کې د لټون عملیات روان دي او په پېښه کې ککړ عناصر به کشف او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د برید ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو په هغه سيمه کې تر دې وړاندې د داو ډول بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو ډلو منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر درېيمه د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بېلو چاودنو کې شپږ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ژوبل شول.

د جمعې پر ورځ لومړۍ چاودنه په ټانک اډه سيمه کې د پوليسو ګاډي ته نېږدې وشوه چې پکې پينځه عام وګړي ووژل شول او د دوو پوليسو په ګدون ۲۴ ژوبل شول. دويمه چاودنه په کلاچۍ سيمه کې د پوځ ګاډي ته نېږدې وشوه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې ووژل شو.

د روان ۲۰۲۳ز کال کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یوشمېر برخو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې د ولسي خلکو په ګډون پکې امنیتي سرتېرو ته زیانونه اوښتي دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG