د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی: یوناما دې د هرات زلزله ځپلو او له پاکستانه ستنېدونکو مرسته جاري وساتي‌


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی. (انځور: ارشیف)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی. (انځور: ارشیف)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل څخه غوښتي چې یوناما دې د هرات زلزله ځپلو او له پاکستانه له ورستنېدونکو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د حامد کرزي دفتر د نومبر پر پینځمه پر خپله ایکس پاڼه ليکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نجونو پر تعلیم او د میرمنو پر کار هم ټینګار وکړ.

طالبانو د نړیوالو له غوښتنو سره سره نجونې له تعلیم او میرمنې په نادولتي موسسو کې له کاره منعه کړې دي او په ډېرو نورو ټولنیزو چارو کې یې هم پر ښځو محدودیتونه لګولي دي.

په هرات کې د اکتوبر پر ۱۵مه او وروسته په شویو زلزلو کې د ملګرو ملتونو په وينا، لږترلږه ۱،۵۰۰ کسان وژل شوي او څه دپاسه ۲،۰۰۰ ټپيان شوي ول. د زلزلو له امله په سلګونو زره کسان بې کوره شوي ول.

XS
SM
MD
LG