د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې په سفر دی


بلېنکن غواړی چې په غزه کې د روان کړکېچ په اړه د ترکیې له چارواکو سره وغږېږي ـ پخوانی انځور.
بلېنکن غواړی چې په غزه کې د روان کړکېچ په اړه د ترکیې له چارواکو سره وغږېږي ـ پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ترکیې په سفر دی او غواړي چې په انقره کې د ترکيې له چارواکو سره خبرې وکړي.

د نومبر پر شپږمه کېدونکو هغو مذاکراتو هدف په غزه کې د وینې بهېدنې په اړه د ترکيې چارواکو غوصه کمول دي. ترکیه د امریکا مهم ستراتیژیک اتحادي دی خو ورسره په اړیکو کې مشکلات لري.

د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلوالو په اسراییل برید وکړ. تر هغې وروسته اسراییلي ځواکونو د حماس تر واکمنۍ لاندې غزې تړانګې هوايي او ځمکنۍ کاروايي پیل کړې او غربي هېوادونو هم د اسراییل ملاتړ اعلان کړی دی.

په غزه کې د عملیاتو پرضد د ترکيي په لارو کوڅو کې د اسراییل او د هغوی د ملاتړو پرضد مظاهرې شوي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هم پر اسراییلو او د هغوی پر اتحادیانو نیوکې کړي دي.

په عین حال کې ولسمشر اردغان د نومبر پر شپږمه د هېواد لېرې پرتې شمال ختیځې سیمې ته سفر کوي او داسې ښکاري چې له انتوني بلېنکن سره لیده کاته نه کول غواړي.

XS
SM
MD
LG