د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ۳ ډاکټران په کانګو ناروغۍاخته شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان په مرکز کوټه کې درې نور ډاکټران په کانګو وایرس اخته شوي دي.

د صوبې د صحت نګران وزیر محمد علي جوګیزي د نومبر پر شپږمه ويلي چې درې واړه ډاکټران یې د نورې درملنې لپاره د کراچۍ فاطمه جناح روغتون لېږدولي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو سازمان مشر د نومبر پر پینځمه ويلي ول چې د کوټې په سېول روغتون کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو له وجې یو ډاکټر مړ شوی او درې نور ورڅخه ناروغه شوي دي. د سازمان مشر ډاکټر عارف موساخېل د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته ویلي ول چې په کانګو وايرس اخته یو ناروغه سېول روغتون ته وروړل شوی وو او د علاج پر مهال يې وایرس ډاکټر شاکرالله ته ولګېد او هغه ورڅخه مړ شو.

د صوبې صحت چارواکي وايي چې د کانګو وایرس له وجې سږکال په دې صوبه کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې هر کال د کانګو ناروغي ګڼ شمېر خلک وژني. هغه ناروغي د لوی اختر په ورځو کې د څارویو منډیانو د لګېدو سره زیاته وي خو په عادي وختونو کې هم خلکو ته زیانونه اړوي.

د ډاکټرانو په وينا د کانګو وايرس نښو کې سخته تبه، د مرۍ درد، د پوزې بهېدل، د ملا او نورو هډوکو درد شامل دي.

د دې تر څنګ د مخ او سترګو سوروالی، پر بدن د سرو داغونو څرګندېدل هم د کانګو ویروس نښې دي. ډاکټران وایي، کله چې د کانګو ویروس موجود وي، د ناروغ سپينه وینه (پلیټلیټونه) کمېږي، د تبې سره د نارغیو پرضد د وجود مدافع نظام کمزوری کیږي او د انسان د بدن پوزه خوله او غوږونو څخه وینه بهیږي.

XS
SM
MD
LG