د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په کابل کې د سپرلیو پر موټر د برید ذمه واري منلې ده


په دشت برچي کې تر برید وروسته د طالبانو سرتېری سیمه څاري - د اکتوبر ۲۷مې انځور.
په دشت برچي کې تر برید وروسته د طالبانو سرتېری سیمه څاري - د اکتوبر ۲۷مې انځور.

د کابل په دشتي برچي کې د سپرلیو پر ګاډي د بمي برید ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې ده.

هغې ډلې د نومبر اوومې پر ماښام تر پېښې وروسته پر ټېلېګرام په بیان کې د برید مسوولیت ومانه. په هغه چاودنه کې لږترلږه اووه تنه ووژأ شول.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تر پېښې وروسته پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، لیکلي چې په چاودنه کې ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د کابل دشت برچي سیمې زیاتره استوګن شیعه هزاره ګان دي او تر دې مخکې هم هلته بریدونه شوي دي چې ولسي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

تر دې مخکې د اکتوبر پر ۲۶مه هم په هغه سیمه کې د یو ورزشي کلب مخې ته په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او نهه ژوبل شوي ول. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

داعش ډلې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل او یوشمېر ولایتونو کې پر اهل تشیع او نورو لږکیو د لویو حملو ذمه واري منلې ده. د طالبانو حکومت وخت په وخت د هغې ډلې د ځپلو او د یوشمېر مشرانو د وژنې دعوې کړې دي.

XS
SM
MD
LG