د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي د لویدیځ ورکړي نېسیمز (NASAMS) دفاعي نظام د لګولو او فعالولو اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په درشل کې د اوکراین د انرژۍ پر بېخبنا د روسیې د هوايي بریدونو د زیاتېدو اټکل کېږي.
زېلېنسکي پر خپل ټېلېګرام چینل لیکلي د ملګرو له خوا ورکړل شوی اضافي دفاعي نظام په جنګي ماموریت کې شامل شوی دی.
هغه د دفاعي نظام د پراخولو نور مشخصات په ډاګه نه کړل خو زیاته یې کړه چې دا تر ژمي مخکې، پر وخت د هغوی د هوايي دفاع ځواکمنوي.
په تېر ژمي کې د اوکراین د انرژۍ بېخبنا د روسیې د میزایلو او ډرون الوتکو په پرله پسې بریدونو کې په نښه شوې وه چې تلفات او تاوانونه یې درلودل او د مېلیونونو هغو خلکو لپاره یې سرخوږی جوړ کړی وو چې په کنګل ژمي کې په تورتم او یخنۍ کې ایسار پاتې شوي ول.
امریکايي چارواکو تېره اوونۍ ویلي ول، تمه ده چې واشنګټن د نوي پوځي مرستې په توګه اوکراین ته ۴۲۵ مېلیونه ډالره وسپاري.