د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزې روغتیا وزارت: له اسراییلو سره په جګړه کې تر ۱۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي


په غزه کې تر اسراییلي بمبارۍ وروسته په سیمه کې اور لګېدلی دی - د نومبر اتمې انځور.
په غزه کې تر اسراییلي بمبارۍ وروسته په سیمه کې اور لګېدلی دی - د نومبر اتمې انځور.

د حماس تر واک لاندې د غزې تړانګې د روغتیا وزارت وايي چې له اسراییلو سره یوه میاشت وړاندې په پیل شوې جګړه کې تر اوسه پورې ۱۰،۵۶۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

وزارت د نومبر پر اتمه ویلي دي چې په جګړه کې تر ۲۶،۰۰۰ زیات کسان ژوبل هم دي.

خپلواکو سرچینو د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ارقام نه دي تایید کړي.

حماس او نورو وسلوالو ډلو د اکتوبر پر اوومه د اسراییلو پر جنوبي سیمو حملې کړې وې چې پکې د اسراییلي حکومت په وینا، تر ۱،۴۰۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د دې په غبرګون کې اسراییلو د غزې پر تړانګې ځوابي حملې پیل کړې او له هغه وخت راهیسې یې له حماس سره جګړه هم دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG