د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: ناچاودي توکي هره مياشت ۶۰ افغانان وژني


د هالو په نامه د ماين پاکۍ يوې ادارې کسان ماينونه باسي - انځور له ارشیفه
د هالو په نامه د ماين پاکۍ يوې ادارې کسان ماينونه باسي - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، د افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې شاوخوا ۶۶ سلنه (له درو څخه دوه برخې) یې له جګړو له پاتې ناچاودلیو وسیلو څخه ډکې دي.

اوچا د نومبر پر اتمه پر خپل اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، لیکلي چې له جګړو پاتې هغه ناچاودونکي مواد هره میاشت له ۶۰ زیات کسان وژني چې زیاتره یې ماشومان دي.

د ادارې په خبره، هغه مرګژوبله زیاتره د ماین چاودنو له وجې کېږي. اوچا د ناچاودونکو موادو له پلوه افغانستان په نړۍ کې په تر ټولو ناوړه وضعیت کې بللی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې شاوخوا څلور میاشتې مخکې په یو راپور کې ویلي ول چې د ۲۰۲۲ز کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۳ز کال تر جون پورې په افغانستان کې د ناچاودو وسیلو او ماینونو د چاودنو په نتیجه کې نېږدې ۱،۱۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغې کمېټې په وینا، د وژل شویو شاوخوا ۶۰ فیصده ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG