د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایېوا وايي، طالبان بايد د اسلامي همکاریو سازمان پیغام واوري او پر ښځو بندیزونه لیرې کړي.
اوتنبایېوا د نومبر پر اتمه د سعودي عرب په جده کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې وويل چې په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو د حکومت بندیزونه له افغان کلتور او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
هغې زیاته کړه، "هغو محدودیتونو د ژوند په ټولو ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او سیاسي برخو کې د افغان ښځو د ګډون مخه نیولې ده. په خواشینۍ سره چې هغه محدودیتونه د طالبانو د حکومتولۍ د سېسټم یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده."
د نومبر پر شپږمه په پیل شوې غونډه کې ټینګار کړی چې ښځې پر ملي کچه د ودې او پرمختګ یوه مهمه برخه دي او باید د ګډون حق ورکړل شي. د سعودي عرب په کوربه توب په هغه درې ورځنۍ غونډه کې د ګڼو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه چې پکې د هېوادونو په پرمختګ کې د ښځو پر ونډې بحث شوی.
د غونډې یوه موخه دا هم وه چې د هغو منفي تبلیغاتو مخه ونیسي چې د اسلام دین د ښځو د حقونو پر وړاندې د خنډ په توګه انځوروي.
د اسلامي همکاریو سازمان د نومبر پر نهمه، د غونډې تر ختمېدو یوه ورځ وروسته، په بیان کې ویلي دي چې ګډونوالو په اسلام کې د ښځو د حقونو یو سند تیار کړی دی چې د یو جامع رسمي حوالې په توګه ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د کابل تر نيولو او واک ته تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز لګولی، ښځې یې په ډېریو دفترونو کې له کاره منع کړي او حجاب یې جبري کړي دي.
طالبانو د اوتنبایېوا د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو دوی په تېر وخت کې یې د نړیوالو پر پرله پسې نیوکو او غوښتنو سربېره هم په خپلو پالیسیو کې نرمښت نه دی ښوولی او دريځ لري چې هر څه د "شريعت په چوکاټ"کې پر مخ وړي او دا داخلي مسایل بولي چې په وینا یې، نړيوال بايد پکې کار و نه لري. خو د طالبانو د بندیزونو پر ضد افغان ښځو په کابل او ځينو نورو ښارونو کې هم مظاهرې کړې دي.