په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د هرات په غوریان ولسوالۍ کې یې رسماً له کانه د اوسپنې ایستلو پروژه پرانیستې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد د نومبر پر نهمه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، د نورو معلوماتو له ورکولو پرته لیکلي چې پر دې پروژه به پینځه مېلیارده (اربه) او ۵۷۰ مېلیونه ډالره پانګونه وشي.
د طالبانو د کانونو او تېلو چارو وزارت تېر کال ویلي ول چې د غوریان د اوسپنې کان د قرارداد په اړه یوه بین الوزارتي کمېټي جوړه شوې ده. دوی ویلي ول چې له کانه د اوسپنې ایستلو چارې شخصي یا خصوصي شرکتونو ته سپاري.
د طالبانو پر حکومت انتقاد کېږي چې د کانونو په قراردادونو کې یې شفافیت نه شته او له کانونو څخه د معدنیاتو ایستلو عمل هم پوره معیاري نه دی خو هغوی لا د دې نیوکو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.