د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې د وسلوالو برید: ۳ پولیس سرتیري وژل شوي ۵ ژوبل دي


د نومبر پر دریمه په ټانک کې تر چاودنو وروسته د ژغورنې ډلې کارکونکي او امنیتي سرتیري د پېښې د ځای سره نېږدې ولاړ دي.
د نومبر پر دریمه په ټانک کې تر چاودنو وروسته د ژغورنې ډلې کارکونکي او امنیتي سرتیري د پېښې د ځای سره نېږدې ولاړ دي.

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د پولیسو په ګاډي د وسلوالو په یو برید کې د تاڼیدار په ګډون درې پولیس سرتیري وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې د پولیسو مشر افتخار علي شا مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۱۱مه مازیګر مهال د پولیسو په ګاډي تر برید وروسته دواړو خواو پر یو بل ډزې وکړې چې هغه مرګژوبله یې واړوله.
هغه وویل اوس مهال هلته ډزې ودرېدلي دي او پولیسو د لټون عملیات پیل کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې په ټانک کې پر پولیسو برید د هغوی وسلوالو کړی دی.

د روان ۲۰۲۳ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې د ولسي خلکو په ګډون پکې امنیتي سرتېرو ته زیانونه اوښتي دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د نومبر پر درېيمه په ډیره اسماعیل خان کې د پوليسو ګاډي ته نېږدې چاودنه شوې وه پکې پينځه عام وګړي ووژل شول او د دوو پوليسو په ګدون ۲۲ ژوبل شول. په هم هغه ورځ دویمې چاودنې یو تن وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG