د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې د نومبر له ۱۵مې پیلېږي او ټاکل شوې ده چې لومړۍ سیالۍ به د هند او نیو زیلینډ ترمینځ په ممبۍ ښار کې وشي.
دویمه سیالي به د اسټراليا او جنوبي افريقا ترمینځ د نومبر پر ۱۶مه په کلکته کې کېږي.
د کرکټ د ۵۰ اووريزه نړیوال جام د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې د نومبر پر۱۲مه هند نېدرلينډز (هالېنډ) ته په ۱۶۰ منډو ماتې ورکړه. هند لومړی بیټنګ وکړ او نېدرلينډز ته یې د ۴۱۰ منډو هدف وټاکه. نېدرلینډز د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۰ منډې وکړې. هند په روان نړیوال جام کې یوازینۍ لوبډله شوه چې د لیګ پړاو ټولې لوبې يې وګټلې.
سږ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ۱۰ لوبډلو برخه واخیسته. په لومړۍ مرحله کې ټولو لوبډلو په خپلو کې سیالۍ وکړې او څلور غوره لوبډلې نیمه پایلوبو ته ووتې. هند په نهو کې نهه سیالۍ وګټلې او ۱۸ پواینټونه لري. جنوبي افریقا او اسټرالیا اووه، اووه سیالۍ وګټلې او نیوزیلېنډ له نهو پینځه سیالۍ وګټلې.
پاکستان او افغانستان څلور څلور لوبې وګټلې او دا راز نیمه پایلوبو ته و نه رسېدل. اننګستان، بنګلادېش، سري لنکا او نېدرلینډز هم د نړیوال کپ دویم پړاو ته و نه رسېدل. د نړیوال جام وروستۍ لوبه د نومبر پر ۱۹مه کېږي.