اروپايي ټولنې حماس ډله د دې لپاره وغندله چې په خبره يې، فلسطيني روغتونونه او ولسي وګړي د انساني ډال په توګه کاروي.
اروپايي ټولنه او امريکا حماس ترهګره ډله ګڼي.
ټولنې د نومبر پر ۱۲مه په بیان کې پر اسراييلو هم غږ کړی چې د ولسي وګړو د ژغورنې په خاطر تر اخري بريده زغم وکړي.
اخوا د فلسطين په شمال کې د روغتونونو طبي عمله وايي، اسراييلي ځواکونو دوی محاصره کړي او نور د بستر ناروغانو د درملنې له چارو نېږدې لوېدلي دي.
اسراييل وايي، حماس د روغتونونو لاندې او په شاوخوا کې د قوماندې مرکزونه ځای پر ځای کړي. اسراييل زياتوي، ځواکونه يې بايد دې مرکزونو ته ورسېږي او هغه شاوخوا ۲۰۰ اسراييليان خوشې کړي چې د حماس وسلوالو څه باندې يوه مياشت مخکې پر اسراییل د برید په مهال يرغمل کړي دي.
حماس د اسراييلو دا تور رد کړی چې ګواکې له روغتونونو د انساني ډال کار اخلي.حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه په اسراييل کې دننه بریدونه کړي ول چې په غبرګون کې يې اسراييل په غزې تړانګه کې عمليات پیل کړي دي.