د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا د نګران حکومتي کابينې ۹ غړيو د خپلو څوکيو سوګند وکړ


د خیبر پښتونخوا د قانون نګران صوبايي وزیر او پخواني قاضي ارشد حسین شاه (کيڼ اړخ ته) د نومبر پر ۱۲مه د یادې صوبې د نګران اعلا وزير په توګه سوګند وکړ.
د خیبر پښتونخوا د قانون نګران صوبايي وزیر او پخواني قاضي ارشد حسین شاه (کيڼ اړخ ته) د نومبر پر ۱۲مه د یادې صوبې د نګران اعلا وزير په توګه سوګند وکړ.

د خيبر پښتونخوا د نګران حکومتي کابينې نهو غړيو يو ځل بيا د خپلو څوکيو سوګند وکړ.

د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د نومبر پر ۱۳مه د پېښور په ګورنر هاوس کې دغو غړيو ته سوګند ورکړ.

په نهو صوبايي وزیرانو کي سید مسعود شاه، ارشاد قيصر، احمد رسول بنګش، اصف رفیق، ډاکټر نجیب الله، ډاکټر محمد قاسم جان، عامر ندیم درانی، انجینیر احمد جان او سید عامر عبد الله شامل دي.

دا ټول هغه صوبايي وزیران دي چې د خيبر پښتونخوا د پخواني نګران اعلا وزیر محمد اعظم خان په ۱۳ کسيزه کابینه کې هم شامل ول خو د هغه له مړينې سره سم صوبايي کابینه هم ماته شوه نو ځکه دوی یو ځل بیا د صوبايې وزیرانو په توګه سوګند وکړ.

له ګورنر هاوس پېښوره په خپور شوي بیان کې راغلي چې د سوګند پورته کولو په دستوره کې د صوبې لنډمهاله اعلا وزیر ارشد حسین شاه او نور چارواکو هم کډون کړی وو.

دا له هغه وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر محمد اعظم خان د نومبر پر ۱۰مه ناوخته د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو او د خیبر پښتونخوا د قانون نګران صوبايي وزیر او پخواني قاضي ارشد حسین شاه د نومبر پر ۱۲مه د یادې صوبې د نګران اعلا وزير په توګه سوګند وکړ.

XS
SM
MD
LG